لاتيني امريکا د اقتصادي احيا په برخه کې له ډېرو خطرونو سره مخ ده
CMG2022/01/03 14:27:09
شريکول:

چين (( له ۲۰۲۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د لاتيني امريکا او کارابين سيمې د پرمختګ راپور)) ژېړ کتاب څو ورځې مخکې خپور کړ. دغه کتاب د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د لاتيني امريکا څېړنيز انسټېټيوټ او د ټولنيزو علومو د مدرکو مطبعې له خوا لکيل شوی دی.

په دغه راپورې کې راغلي، چې په ۲۰۲۰م کال کې د لاتيني امريکا په ټولو هېوادونو کې د بې کارۍ، بېوزلۍ او نابرابرۍ وضعيت سخت و. که څه هم دغو هېوادونو د کرونا وبا له رامځته کېدو وروسته د ستونزو د ليرلي کولو لپاره ډېرې پانګې اچولي او هراړخيز تدبيرونه يې نيولي دي، خو د کرونا وبا پر وړاندې د دغو هېوادونو د طبي سيستمونو او ډيجټالي چارو ستونزې سختې شوي دي.

په دغه راپور کې ويل شوي، چې د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره د چين او لاتيني امريکا ترمنځ سوداګرۍ ثبات ساتلی دی. په ۲۰۲۱م کال کې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه له ۴۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې وه. ډيجټالي اقتصاد او د بنسټيزو تاسيساتو ابادي به د دواړو خواوو ترمنځ د راتلونکو همکاريو مهمې برخې وي.