په امریکا کې د ډزو پېښو نوی ريکارډ جوړ کړی
CMG2022/01/03 10:39:27
شريکول:

د امريکا د ګن وايولينس ارچيف (Gun Violence Archive) ويبپاڼې تازه شمېرنه خپره کړې، چې په تېر۲۰۲۱م کال کې په امریکا کې د ډزو د هغو پېښو شمېر چې په هره پېښه کې تر ۴ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، ۶۹۱ ښودل شوی او دغه شمېر له ۲۰۱۳م کال راهيسې، کله چې دغه ويبپاڼه په دې هېواد کې د ډزو پېښو د تعقيب لپاره جوړه شوې، نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

د شمېرنې له مخې، په تېر ۲۰۲۱م کال کې په امريکا کې ۴۴۷۵۰ کسان د ډزو په پېښو کې مړه شوي، چې پکې ۱۵۳۳ تنکي ځوانان او ماشومان هم شامل وو، د دې ترڅنګ په دغو پېښو کې ۴۰۳۵۹ تنه نور ټپيان شوي، چې پکې ۴۱۰۷ تنکي ځوانان او ماشومان هم شامل وو.

د امریکا د فدرالي تحقيقاتي ادارې د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۱م کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې په دغه هېواد کې ۱۷ ميليونه توپکونه پلورل شوي او اوس مهال کابو۸۱ ميلیونه او ۴۰۰ زره امريکايان توپکونه لري، چې په دغه هېواد کې د پاخو کسانو په شمېر کې يوه پر درېيمه برخه جوړوي.