چین سوریې ته د کرونا وبا ضد د مرستندويو توکو نوې جوپه وسپارله
CMG2022/01/04 10:58:38
شريکول:

 د چين حکومت له سوریې سره د کرونا وبا ضد واکسينونو او ازمايښتي کېټونو مرسته وکړه او د جنورۍ په ۳مه نېټه يې د دې هيواد د روغتيا وزارت چارواکو ته وسپارله.

د دغو مرستندويو توکو سپارلو مراسمو کې، په سوريه کې د چين سفير فنګ بياو هم ګډون کړی و.

د سوريې د روغتيا وزير حسن جباش له چين څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې چين د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې سوريې ته د وبا ضد توکي او په زياته اندازه بشري مرستې برابرې کړي، چې د دغه هيواد د حکومت لپاره يې د وبا د مخنيوي او کنټرول او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې ستر رول لوبولی دی.

 سوريه او چين د ګډ برخليک يوه واقعي ټولنه ده. سوريه له بهرنيو لاسوهنو او بنديزونو سره مخالفت کوي او د چين په شمول د دوستو هېوادونو په مرسته به د هيواد له ملي شرايطو سره سم د پرمختيايي لارو لټولو ته دوام ورکړي.