د پنځو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو مشرانو د اټومي جګړې او د وسلو سيالۍ د مخنيوي ګډه اعلاميه خپره کړه
CMG2022/01/04 15:02:11
شريکول:

 د پنځو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو يعنې چين، روسيې، امريکا، بريتانيې او فرانسې مشرانو د جنورۍ په درېيمه نېټه د اټومي جګړې او د وسلو سيالۍ د مخنيوي ګډه اعلاميه خپره کړه.

يادو پنځو هېوادونو په دغه اعلاميه کې ويلي، چې اټومي جګړه ګټونکی نه لري او د رامځته کېدو مخه يې بايد ونيول شي، دغه پنځه هېوادونه به هيڅکله خپلې اټومي وسلې یو د بل ضد او يا د نورو هېوادونو په نښه ونه کاروي، د وسلو د کمولو دوه او څواړخيز تړونونه به وساتي او رعايت به یې کړي او د خپلمنځي پوځي تقابل او د وسلو سيالۍ مخه به ونيسي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس په همدې ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره د يادې ګډې اعلامیې هرکلی  کړی دی.