د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د جنورۍ په څلورمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چينايانو په تېر ۲۰۲۱م کال کې د کمونېست ګوند او هېواد لپاره ډېرې ارزښتناکې پېښې تجربه کړي او د چين ډيپلوماسۍ هم نوې لاسته راوړنې لري.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ هم د نوي کال په پيغام کې ورته څرګندونې کړې دي.
وانګ ون بین وويل، چې چين به په نوي کال کې له بېلابېلو هېوادونو سره د راتلونکي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي.