د چين د بهرنيو چارو وزارت د پنځو اټومي وسلې لرونکو هېوادونو د ګډې اعلاميې په اړه خپل دريځ څرګند کړ
CMG2022/01/04 09:55:16
شريکول:

د چین، روسیې، امريکې، بريتانيې او فرانسې په ګډون د پنځو اټومي وسلې لرونکو هېوادونو مشرانو په دې وروستيو کې د اټومي جګړې او د وسلو د سیالۍ د مخنیوي په اړه يوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده. د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال ما جاو شيو د سي ايم جي له خبريال سره په مرکه کې د يادې ګډې اعلاميې اهميت او د چين د کوښښونو او همدارنګه په ذروي برخه کې د نړيوالې ادارې د پياوړتيا په اړه د چين دريځونه معرفي کړل.

ما جاو شيو وویل چې په ياده اعلاميه کې ټینګار شوی چې اټومي جګړه ګټونکی نه لري او په نورو هېوادونو کې بايد اټومي وسلې ونه کارول شي. د نوموړي په وينا، دا لومړی ځل دی چې د نوموړو پنځو هېوادونو مشرانو د اټومي وسلو د مسئلې په اړه یوه اعلامیه خپره کړې، دا د اټومي جګړې د مخنیوي لپاره د پنځو هېوادونو د سیاسي ارادې څرګندويې کوي او د نړیوال ستراتیژیک ثبات د ساتلو او د اټومي وسلو د کمولو لپاره يې ګډ غږ پورته کړی دی.