د بغداد پر هوايي ډګر د بې پیلوټه الوتکو برید شوی
CMG2022/01/04 09:58:44
شريکول:

د عراق د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي د جنورۍ په ٣مه نېټه وويل چې د دغه هېواد د پلازمېنې بغداد پر نړيوال هوايي ډګر د دوو بې پيلوټه الوتکو له خوا چې چاودېدونکي توکي پکې بار وو، بريد شوی، خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 دغه چارواکي چې د خپل نوم له ورکولو يې ډډه کړې، ويلي چې د روانې مياشتې د ۳مې نېټې په سهار وختي دوو بې پيلوټه الوتکو په ياد هوايي ډګر کې پر هغې پوځي اډې بريد وکړ، چې امريکايي سلاکاران او ادارې پکې مېشتې دي، خو دغه اډه خوندي ده او۲ بې پيلوټه الوتکې د هوایي مدافعې سیسټم لخوا وویشتل شوې. په بريد کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او عراقي امنيتي ځواکونه د پېښې په اړه پلټنې کوي.

   تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.