د چين د فلمونو ملي ادارې د ۲۰۲۲م
کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د يو لړ شمېرو په خپرولو سره ويلي، چې پروسږ کال د چين د
سينماګانو د ټکټونو د خرڅلاو ارزښت ۴۷ ميليارډه او ۲۵۸ ميليونه يوانو ته رسېدلی، چې
له دې جملې څخه ۸۴.۴۹ سلنه يعنې ۳۹ ميليارډه او ۹۲۷ ميليونه يوانه د چيني فلمونو
لخوا تر لاسه شوي دي. په ۲۰۲۱م کال کې د چين د سينماګانو د ټکټونو د خرڅلاو ارزښت د نورو هېوادونو په پرتله
زياتوالی ښيي.
له شمېرنې سره سم، پروسږ کال چيني هندرمندانو ۵۶۵ فلمونه جوړ کړي او په هغو ۱۰ فلمونو کې، چې د ټکټونو د خرڅلاو اندازه يې ډېره وه، ۸ چيني فلمونه شامل دي. (شکريه)