په ۲۰۲۱م کال کې د شي جین پینګ انلاين ډیپلوماسي
CMG2022/01/04 14:59:05
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۲۱م کال کې د بهرنيو چارو په ۴۰ لویو فعاليتونو کې انلاين ګډون کړی، د بهرنيو هېوادونو له مشرانو او د نړيوالو سازمانونو له مسؤلينو سره يې ۷۹ ځلې ويډيويي خبرې کړي او له سل ځلو ډېر يې ويډيويي ويناوې، تليفوني خبرې او لیکونه ليږلي دي.

شي جين پينګ د تېر کال د انلاين ډيپلوماسۍ بوخت مهالوېش د نړۍ په اړه د فکر کولو، د انسانانو د پرمختګ او د نړۍ لپاره د ګډې زمينې په لټه کې د چين د ټينګ دريځ څرګند ثبوت دی.