شي جين پينګ په۲۰۲۱م کال کې خپلو خلکو ته ډېره پاملرنه کوله
CMG2022/01/04 15:00:17
شريکول:

په ۲۰۲۱م کال کې د چینایانو ژوند څنګه و او کومې اندېښنې يې درلودې؟  

د چین د دولت رئيس شي جین پینګ هر وخت په همدې فکر کې وي.  

په چين کې د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو د زده کوونکو بار ډېر دروند و او دا مسئله د اجباري زده کړو په برخه کې يوه له مهمو ستونزو څخه وه.

په ۲۰۲۱ کال کې شي جين پينګ په اړه وويل چې د چين حکومت بايد د کمونېست ګوند د ښوونې تګلاره په بشپړه توګه غوره  او زده کوونکو ته دې اخلاقي او علمي ښوونې ورکړي، په ښوونه او روزنه کې دې پر ټولګټو اصولو ټينګار وکړي او تعلیمي اصلاحاتو ته دې وده ورکړي او په دې برخه کې دې د خلکو د رضایت لپاره ښه کار وکړي.

کرونا ويروس په ۲۰۲۱م کال کې په مکرر ډول بدلونونه موندلي او د وبا د مخنیوي او کنټرول وضعیت لا ډېر سخت شوی دی.

 شي جين پينګ پخپله  د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول چارې رهنمايي کړې او داسې تګلاره يې جوړه کړه، چې له بهر څخه هېواد ته د ويروس خپرېدو او د هېواد په دننه کې د وبا د بيا راپورته کېدو مخه يې نيولې او په لږ لګښت يې اعظمي پايلې تر لاسه کړې دي.

د چين حکومت په ۲۰۲۱م کال کې زړو کسانو ته لا زيات اسانه او چټک خدمتونه وړاندې کړي دي.

د چين مرکزي حکومت د ۴۲ ځايونو د زړو کسانو د پالنې لپاره ۱.۱ ميليارډ يوانه پانګونه کړې چې ورته يې غوره خدمتونه برابر کړي دي.

د بېلګې په توګه، په استوګنځايونو کې يې د زړو کسانو لپاره ځانګړي خوړنځي او بستر ځایونه برابر کړي دي.