چاپېريال ساتنه د نړيوالې ټولنې ګډو کوښښونو ته اړتيا لري
CMG2022/01/04 13:45:46
شريکول:

د کابل ښاريان هر کال د ژمي په راتګ سره د هوا ککړتيا ته اندېښمن وي. د فابريکو صنعتي چارې، ترافيکي سيکتور او د کورونو د خونو د تودولو لپاره په بخاريو کې د بېلا بېلو سون توکو سوځول د هوا د ککړتيا عمده لاملونه دي.

حقيقت دا دی، چې د هوا ککړتيا د ګڼو هېوادونو پر وړاندې لویه ستونزه ده، په تېره بيا پرمختيايي هېوادونه ورسره ډېر لاس او ګرېوان دي. ککړه هوا نه يوازې د انسانانو روغتيا ته زيان رسوي، بلکې د ځينو حيواناتو او نباتاتو د پوپنا کېدو سبب هم ګرځي.  ځمکنۍ کره د نړيوالو ګډ کلی دی، نو د چاپيريال ساتنه د ټولو هېوادونو ګډه دنده ده. 

د ۲۰۱۵م کال د ډسمبر په ۱۲مه نېټه، د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه د ملګرو ملتونو په ۲۱مې غونډې کې د پاريس تړون تصويب او د ۲۰۱۶م کال د اپريل په ۲۲مه نېټه لاسليک شو، چې ۱۷۸ هېوادونو او سيمو پکې ګډون درلود.

 د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر له ۳۱مې نېټې څخه د نومبر تر ۱۳مې نېټې پورې، د اقليمي بدلون د مخنيوي په هکله د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون د غړيو هېوادونو ۲۶مه غونډه د بريتانيا په ګلاسګو ښار کې تر سره شوه. غړيو هېوادونو په دغه غونډه کې د پاريس تړون د پلي کولو لپاره يو لړ پريکړه ليکونه تصويب کړل. د دغې غونډې په کليدي وخت کې چين او امريکا د لويو هېوادونو په توګه يوه ګډه اعلاميه هم خپره کړه، چې عنوان يې دی: د ۲۱مې پيړۍ په ۲مه ليسزه کې د اقليمي کړنو د پياوړتيا لپاره د چين او امريکا ترمنځ د ګلاسګو اعلاميه.

 دواړو هېوادونو ژمنه کړې، چې دوی به د پاريس تړون د پلي کولو لپاره له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای ګډو هڅونو ته دوام ورکړي. د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزارت د اقليمي بدلون د مخنيوي ادارې مرستيال لو شين مينګ وويل، چې له يادې اعلاميې څخه د مؤثرو او اغيزمنو همکاريو په هکله د چين او امريکا ټينګ هوډ څرګندېږي. دا مثبته او فعاله نښه ده او د دغې غونډې د برياليتوب لپاره يې ښه زمينه برابره کړې او د مختلفو خواوو باور يې هم پياوړی کړی دی.

چين د نړۍ لوی پرمختيايي هېواد دی، خو د هوا د ککړتيا له زياتو ستونزو سره مخامخ دی. چين له تېرو څو کلونو راهيسې چاپيريال ساتنې ته لومړيتوب ورکړی او په دې برخه کې يې يو لړ اغيزمن تدبيرونه نيولي دي. د بېلګې په توګه، په چين کې د ملي باغونو د جوړولو له لارې طبعيت ساتل کېږي، په صنعتي او ترافيکي چارو کې زياته پاکه انرژي کارول کېږي او د عصري او عالي علمي تخنيکونو په مټ د هوا او چاپيريال  د ککړتيا مخه نيول کيږي او داسې نورې چارې يې يادولی شو.

په چين کې د اسيا انکشافي بانک لومړۍ استازې فنګ يو لان وايي، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چاپېريال ساتنې لپاره يو لړ جدي او بشپړې لايحې وړاندې کړي او ويلي يې دي، چې د هېواد د پرمختګ تر څنګ دې طعبيت ساتنې ته لومړيتوب او په دغو دوو برخو کې دې ګډ پرمختګ وموندل شي. دغه راز، هغه د پاکو انرژيو د کارولو او د ايکولوژيک سيسټم د ساتنې د پياوړتيا په شمول يو لړ مهمې موخې او پاليسۍ هم ټاکلې دي. چين به د لویو تګلارو په پلي کولو سره خپلو موخو ته ورسيږي.

چين د يو مسؤلانه هېواد په توګه د چاپيريال ساتنې په نړيوالو همکاريو کې مثبت رول لوبوي. د ايکولوژۍ د متنوع کېدو تړون د غړو د ۱۵مې غونډې لومړۍ برخه په ۲۰۲۱م کال کې د چين په کون مينګ ښار کې تر سره شوه او له نړيوالې ټولنې څخه يې د ژونديو موجوداتو ګډ برخليک ټولنې د جوړولو غوښتنه وکړه.

 چين په دغه غونډه کې اعلان وکړ، چې د کون مينګ د ايکولوژۍ د متنوع کېدو صندوق د جوړولو لپاره به يو ميليارډ او پنځه سوه ميليونه ژن مين بي يوان ولګوي، څو په پرمختيايي هېوادونو کې د ژونديو موجوداتو د متنوع کېدو چارې ښه پرمختګ ومومي.

چين تر اوسه پورې له ۲۸ هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د زرغون پرمختګ د دوستانه اړيکو د ټينګېدو وړانديز وړاندې کړی او د ۴۰ هېوادونو ۱۵۰ ارګانونه د يو کمربند او يوې لارې د زرغون پرمختګ ټولنې غړي ګرځېدلي دي. دغه راز، د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره همکاريز پلان د پلي کېدو په حال کې دی او د انرژۍ د همکاريزو اړيکو د ميکانيزم د جوړېدو بهير هم روان دی.

پاکې اوبه او زرغون غرونه طلايي خزانه ده. د هوا ککړتيا د بشريت پر وړاندې ګډه ستونزه ده او د دغې مسئلې حلول د نړيوالې ټولنې ګډو کوښښونو ته اړتيا لري.