د نړۍ تر ټولو لویه ازاده سوداګريزه سيمه فعاله شوه
CMG2022/01/04 12:25:29
شريکول:

د سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت تړون يا رسيپ (RCEP) د جنورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شو او په دې سره هغه ازاده سوداګريزه سيمه، چې په نړۍ کې تر ټولو زیات نفوس، د سوداګرۍ تر ټولو لویه پيمانه او زيات پټ ځواک لري، جوړه او فعاله شوه. د يو مشهور نړيوال فکري مرکز د اټکل له مخې، د رسيپ تړون په رڼا کې ښايي تر ۲۰۲۵م کال پورې د صادراتي ارزښت، په نورو هېوادونو کې د پانګونې او د کورني توليد عمومي ارزښت په برخو کې د غړو هېوادونو شمېرې په جلا جلا توګه په سلو کې 10.4، 2.6 او 1.8 زیاتوالی ومومي.

د چینګداو د کای چوانګ خوراکي توکو شرکت مسئوله جاو جینګ د رسيپ تړون فعالېدو ته سترګې په لار ده، ځکه د دغه تړون په پلي کېدو سره به د هغې شرکت هغه قطې، چې اومه مواد يې د جنوب ختيځې اسيا مېوې دي، په چين کې د توليد لیسنس ترلاسه کړي.

هغې وويل، د یاد تړون د اصولو له مخې، دغه مېوې د چین ګڼل کېږي او د توليد او خرڅلاو په برخه کې به ډېرې اسانتیاوې ورته برابرې شي. نوموړې په دې اند ده،  چې د رسيپ تړون په رڼا کې به د ګردې نړۍ د عرضې په ځنځير کې د چیني شرکتونو د سيالۍ وړتیا لوړه شي.

په رسيپ تړون کې د توکو د معاملو، د خدمتي سوداګرۍ، د پوهنې مالکیت، اليکترونيکي سوداګرۍ او د اصلي توليدي ځای د پېژندلو اصولو په شول ۲۰ برخې شاملې دي. د اصلي توليدي ځای د پېژندلو اصول د توکو په سوداګرۍ کې د پاملرنې وړ یو ټکي په توګه، تصديو ته ډېرې ګټې رسوي.

د چین د سوداګرۍ وزارت د نړیوالو چارو ادارې مشر یو بن لين وويل، د رسيپ دغه اصول به توليدي تصدۍ وهڅوي، چې د دې سيمې نور زيات اومه مواد وکاروي، د دې تړون غړي هېوادونه به په ګډه د صفر ګمرکي تعرفې له تګلارې څخه ګټې واخلي او په دې سيمه کې به د توليد او عرضې ځنځيرونه جوړ شي. د دې تړون له کبله به د چین د منسوجاتو د اومو موادو او موټري پرزو په شمول د ځينو توکو صادراتي ارزښت نور هم زيات شي.  

د میتسوبيشي موټورز ((Mitsubishi Motors))  شرکت یو داسې شرکت دی، چې توليدات يې په عمده توګه د چین په کورني بازار کې پلورل کيږي، خو اوس پلان لري، چې خپل توليدات نورو هېوادونو ته هم وليږدوي. د دې شرکت یو مسئول جان لين چانګ وويل، د رسيپ تړون په فعالېدو سره به د دې شرکت د یاد پلان تطبیق وهڅوي. د دې شرکت یو نوی   موټر د تېر ډسمبر په ۱۰مه نېټه بازار ته د وړاندې کېدو لپاره چمتو شوی، دغه موټر په  لومړي ځل بازار ته وړاندې کيږي. نوموړي هيله وښوده، چې دغه ډول موټر نه یوازې د چين په کورني بازار کې، بلکې نړیوال بازار ته هم وړاندې شي. د رسيپ تړون یوه ماده  د دې شرکت د دغه ډول موټر د صادرېدو لپاره ډېره ګټوره ده او په نړیوالو بازارونو کې به د دوی د سيالۍ توان لوړ کړي.

د رسيپ تړون په پلي کېدو سره به په دې سيمه کې  د دې تړون د غړو هېوادونو ترمنځ تر ۹۰ سلنې زياتو مالونو ګمرکي تعرفې ګام په ګام صفر ته ټيټې شي. اوس د چین او اسيان، اسټراليا او نويزيلنډ ترمنځ د توکو په معاملو کې د ۶۵ سلنې توکو ګمرکي تعرفې صفر شوې دي.

د رسيپ بېلا بېلو غړو هېوادونو د دې تړون د فعالېدو یعنې په ګردې نړۍ کې تر ټولو د لويې ازادې سوداګريزې سيمې د جوړېدو په اړه خوشبينه رويه څرګنده کړې ده. د کوريا جمهوريت پخواني صدراعظم سونګ جو هان (Han Sung-Joo) وايي، چې د رسيپ تړون په فعالېدو سره به نه یوازې ګمرکي تعرفې ټيټې شي، بلکې د ډیجټلي اقتصاد او اصلي تولید ځای د پېژندلو اصولو په شمول یو لړ مادې به هم ټولو ته ډېرې ګټې ورسوي. د دې تړون په رڼا کې به د سيمې یوه پياوړې شبکه جوړه او د دې سيمې د ارزښت ځنځير ثبات او اغېزو د هڅولو لپاره به ګټوره تمامه شي.