د ايران ولسمشر ابراهيم ريیسي د جنورۍ په ۳مه نېټه په خپلو خبرو کې هغو کسانو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه، چې د دغه هېواد د ستر جنرال قاسم سليماني په وژنه کې يې لاس درلود.
په همدې ورځ په ټول ایران کې د سلیماني د دوهم تلين مراسم ترسره شول.
قاسم سليماني دوه کاله وړاندې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو. د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ په خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې ابراهيم ريیسي په تهران کې د قاسم سليماني د تلين لمانځنې کې وویل، چې د امريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر پومپیو باید محاکمه شي، ځکه دوی دواړو د سليماني په وژنه کې لاس درلود او باید د دې شرمناک عمل سزا ورکړل شي.
امريکا دې پر دې شک نه کوي، ایران به خامخا د سليماني غچ اخلي.