شي جين پينګ او ولاديمير زيلينسکي د چين او اوکراين د سياسي اړيکو د جوړېدو د ۲۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکي پيغامونه واستول
CMG2022/01/04 15:19:29
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي د جنورۍ په ۴مه نېټه د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکي پيغامونه ليږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې په اشارې ويلي، چين او اوکراين د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۳۰مې کليزې راهيسې د سالم او ثابت پرمختګ تمايل ساتلی دی. زه د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو دوستانه اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ولسمشر زيلينسکي سره ګډې هلې ځلې وکړم، څو د دواړو هېوادونو اړيکې پرمختګ او همکارۍ ښې پرمخ ولاړې شوي او  خلک ترې ګټې واخلي.

ښاغلي زيلينسکي په خپل پيغام کې ويلي، د اوکراين او چين تر منځ اړيکې له ۳۰کلونو راهيسې په فعاله توګه د پرمختګ په حال کې دي او د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو کچو تر منځ تګ راتګ نژدی شوی او واقعي همکارۍ يې ښې او اغيزمنې شوې دي. اوکراين له چين سره د همکاريو د راتلونکې په هکله باور لري او غواړي د چين له خلکو سره عنعنوي دوستي ټينګه او په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ ورسره پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ هڅونه وکړي.