د سوريې خبري اژانس ويلي چې داعش وسله والو د جنورۍ په ۲مې نېټې د ماښام په ۷ بجو د سوريې په ختيځ صحرايي سيمه کې پر يوه پوځي موټر بريد کړی چې له امله يې ۵ سوري سرتېري وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
د سوريې د بشري حقونو څار سازمان چې مقر يې د بريتانيا په لنډن کې دی، خبر ور کړی چې د دغه برید له امله ۹ سوري سرتیري وژل شوي دي.