شي جين پينګ: واقعي پرمختګ د ټولو هېوادونو ګډ پرمختګ دی
CMG2022/01/04 15:00:57
شريکول:

 ۲۰۲۱م کال په ملګرو ملتونو کې د نوي چين د قانوني څوکۍ د بيا اعاده کېدو له ۵۰مې کليزې او سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د چين د شاملېدو له ۲۰مې کليزې سره برابر و.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د دواملرونکو ترانسپورټي چارو دوهم نړیوال کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې انلاين ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

هغه په خپله وينا کې په ساده ژبه د يو واقعي حقيقت څرګندونه وکړه او ويې ويل، رښتینی پرمختګ د ټولو هېوادونو ګډ پرمختګ دی او ګډه سوکالي ریښتینې شتمني ده.

په ۲۰۲۱م کال کې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو چارو ښې پايلې درلودې او د چين مسؤليت او نړيوال احساسات يې له ځان سره لرل.

شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د نومبر په ۱۹مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې  د جوړولو د درېيمې غونډې مشري وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ، چې موږ بايد د لوړ معیار او د خلکو د ژوند د ښه والي په موخه د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د لوړ کیفیت پراختیا ته دوام ورکړو.