ایران: لوېدیځ هېوادونه دې په اټومي مذاکراتو کې له لوړې بيې لاس واخلي
CMG2022/01/04 10:02:09
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند سعيد خطيب زاده د جنورۍ په ۳مه نېټه وويل چې امريکا، فرانسه، بريتانيا، جرمني او نور لويديځ هېوادونه په دې پوه شوي چې د ایران د اټومي مسئلې په اړه د هراړخیز تړون د ښکېلو خواوو ترمنځ په خبرو اترو کې باید له لوړې بيې لاس واخلي.  

د ایران د اسلامي خبری اژانس د خبر له مخې، خطیب زاده په همدې ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي چې مذاکره کوونکې خواوې په دې توانېدلي چې یو ګډ متن جوړ کړي، ځکه لویدیځو هېوادونو په خبرو اترو کې له حقیقته ډک چلند اختیار کړی او په دې پوه شوي چې د ايران د اټومي موافقې له چوکاټه بهر غوښتنې نه شي وړاندې کولاى.

خطیب زاده زياته کړې چې د اطریش په پلازمینه ویانا کې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د بېلا بېلو خواوو میکانیزم روښانه دی چې پکې دوه اړخیزې خبرې او څو اړخیزې خبرې شاملې دي. ایران او امريکا په غیر مستقیم ډول او د لیکلو متنونو له لارې د نظريو تبادله کوي او هڅې کوي د غلط فهمۍ مخه ونیسي.