روغتيا نړيوال سازمان يو ځل بيا پر کرونا ويروس د اخته کسانو د ۱۴ ورځني قرنطین وړاندیز کړی
CMG2022/01/05 11:15:12
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کرونا ويروس د پېښو په اداري چارو کې د روغتيا نړيوال سازمان چارواکي عبدل محمد د جنورۍ په ۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، په هغو سيمو کې د کرونا وبا د وقايې تر څنګ د ټولنيز او اقتصادي چلند د خونديتوب لپاره د قرنطين وخت لنډېدل د منلو وړ دي، چې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر پکې له کنټرول څخه وتلی وي. 

نوموړي زياته کړې، چې دغه سازمان وړانديز کوي، په هغو سيمو کې، چې د کرونا وبا پېښې کمې دي، پر کرونا ويروس د اخته کسانو ۱۴ ورځنی قرنطين بايد تر سره شي، ځکه همدغه چاره د کرونا وبا د پېښو د کنټرول لپاره ګټوره ده.