د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به نړۍ یووالي ته وهڅوي
CMG2022/01/05 15:05:36
شريکول:

د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به یوه میاشت وروسته پيل شي.

ګرده نړۍ دغو لوبو ته سترګې په لار ده او نړيوال په تمه دي، چې د المپيک له دغو لوبو خوندونه واخلي. په عین وخت کې دوی دا امید هم لري، چې د بېجینګ المپيک لوبو په ترسره کېدو سره به د نړۍ توپیرونه کم او ځواکونه به راټول شي او کرونا ځپلو کسانو ته به نوې هيلې ورکړي.

د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د ګردې نړۍ پر وړاندې ډېرې ننګونې موجودې دي. کرونا وبا لا هم  ګړندې خپرېږي، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د باور بحران، اختلافات او نښتې پر له پسې رامنځته شوي او حتی دغو لوبو ته هم سياسي رنګ ورکړل شوی دی. خو بېجینګ ټولو ستونزو ته په کتو، د اولمپيک ژمنیو لوبو لپاره پوره چمتوالی نيولی او د دغو لوبو په ترسره کېدو سره به د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي او د ستونزو د ليرې کولو لپاره پياړوی باور رامنځته شي.

یووالی د اولمپيک په شعار کې تازه شامل شوی او نړیوالې ټولنې د بېجینګ له دغو ژمنیو لوبو څخه کلک ملاتړ څرګند کړی دی. د اولمپيک نړیوالې کمېټې رئيس توماس باخ څو ورځې مخکې د اولمپيک تبصرې مجلې کې د یوې ليکنې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې د ۲۰۲۲م کال د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به یو مهم کار وي او نړۍ به د سولې، دوستۍ او یووالي پر لور وهڅوي.

هغه د ۲۰۲۲م کال د مبارکۍ په پيغام کې پر دې ټينګار کړی، چې څوک بايد اولمپيک لوبې په سياست پسې ونه تړي او سیاسي اختلافات بايد پر لوبو اغېز ونه کړي او هر څوک بايد له داسې کړنو ډډه وکړي،ځکه نړيوال باید په يووالي کې ژوند وکړي. 

د امريکې د سکي مشهورې لوبغاړې هیفرين چې د اولمپيک په دوو ژمنیو لوبو کې يې طلايي مډالونه هم ګټلي، ويلي چې اولمپيک ژمنۍ لوبې یوازې لوبې نه دي، بلکې ګردې نړۍ ته د یووالي پيغام هم ورکوي او لوبغاړي د لوبو له لارې خپلمنځي دوستي احساسوي او ګردې نړۍ ته د يووالي پيغام او روحیه ورکوي.

د دغو چارواکو او لوبغاړو له څرګندونو څخه دا څرګنديږي، چې نړۍ د بېجینګ اولمپيک ژمنیو لوبو ته سترګې په لار ده او دوی هيله او باور لري، چې دغه لوبې به په برياليتوب سره ترسره شي او ګردې نړۍ ته به د یووالي پيغام ورکړي.

بېجینګ په ۲۰۰۸م کال کې د اولمپيک دوبنيو لوبو کوربه و او د سږني ژمنیو لوبو لپاره يې هم ډېر کوښښونه کړي او چمتوالی یې ورته نيولی دی.

د دغو ژمنیو لوبو چمتوالی وروستي پړاو کې دی، ۱۲ سټوډيومونه ورته بشپړ شوي او له ازموينې څخه وتلي دي. چين د لوبغاړو د اوسيدو لپاره ۳  کلي جوړ کړي او لوی مطبوعاتي مرکز یې هم فعال کړی دی.

د بلغارستان د ولس سپورټي ټولنې غړي لوسین ویلچیف څو ورځې مخکې د یوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، چې بېجینګ د المپيک ژمنیو لوبو لپاره بشپړې تیاريانې نيولي، تشکیلاتي کارونه يې ښه ترسره کړي او ټول سټوډيومونه يې د سيالۍ لپاره چمتو کړي دي. ويل کېږي چې د بېجینګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تیاريانې د ټولو لوبغاړو او نندارچیانو د خوښې وړ ګرځيدلي او خوشحاله دي.

اولمپيک لوبې نړۍ ته دا پيغام ورکوي، چې يووالی وساتي او ګړندی او پياوړی پرمختګ وکړي. بېجینګ به یوه میاشت وروسته ګردې نړۍ ته خوندي او په زړه پورې لوبې وړاندې کړي او د اولمپيک روحیه به ښکاره کړي او د کرونا وبا تر منفي اغېزې لاندې نړۍ به پرمختګ ته وهڅوي.

نړۍ چین ته سترګې په لار ده او چین لوبو ته پوره چمتوالی نیولی دی.

 یووالی په ځواک بدلېږي او نړۍ به د ګډ راتلونکي په لور روانه شي.