کوريا جمهوريت : کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت نامالوم توغندی توغولی
CMG2022/01/05 14:09:45
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د پوځ د ګډ درستيز رياست د جنورۍ په ۵مه نېټه خبري رسنيو ته ويلي، چې کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت په همدې ورځ د کوريا ټاپووزمې ختيځې سمندري سيمې پر لور توغندی توغولی دی، خو د توغندي په اړه يې جزيات نه دي ورکړي.

د کوريا جمهوريت يونهاپ خبري اژانس خبر ورکړی، چې دا د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر له ۱۹مې نېټې راهيسې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت دوهم ځل دی، چې توغندی توغوي.

کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. (شکريه)