شي جين پينګ او صدرجباروف يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل
CMG2022/01/05 15:10:46
شريکول:

7د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د قيرغزستان ولسمشر صدرجباروف د جنورۍ په پنځمه نېټه د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې د يادونې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې هغه د چين او قيرغزستان تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له ولسمشر جباروف سره نژدې تماس وساتي، د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتيژيک اعتماد پياوړی او د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ تر سره کړي او د دواړو خواوو تر منځ د نوي پړاو اړيکو د لوړولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.

جباروف په خپل پيغام کې هيله ښودلې، چې د چين او قيرغزستان تر منځ اړيکې لا نژدې او هر اړخيزې همکارۍ يې لا پياوړې شي. (شکريه)