د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځي ادارې د جنورۍ په ۴مه نېټه په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د دغه هېواد په لويديځ الانبار ولايت کې د اسد هوايي پوځي اډه د همدې ورځې په سهار وختي د دوو بې پيلوټه الوتکو له بريد سره مخ شوې، خو چا ته يې د سر زيان نه دی اړولی.
د عراق د ګډو عملياتو د قوماندانۍ مرکز هم په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې خبر پخلی کړی او ويلي يې دي، چې دغه ۲ بېپيلوټه الوتکې د پوځي اډې په بهر کې د دفاعي سيستم له خوا ويشتل شوي دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.