د بيجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو مطبوعاتي وياندويان په لومړي ځل د خبري رسنيو پر مخ راڅرګند شول
CMG2022/01/05 15:16:10
شريکول:

د بيجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو مطبوعاتي وياندويانو د جنورۍ په ۵مه نېټه د دغو لوبو د انتظامي کميټې په عمومي مقر کې د خبري رسنيو پر مخ راښکاره شول. د دغو لوبو مطبوعاتي وياندويانو ښاغلي جاو وې دونګ او ميرمن يان جيا ژونګ په رسمي توګه له خبري رسنيو سره خبرې وکړې. د بيجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو وياندويان او د اولمپيک لوبو او د پرالمپيک لوبو د نړيوالې کميټې مطبوعاتي وياندويان به په ګډه د بيجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو او د پرالمپيک لوبو مطبوعاتي غونډې مشري وکړي، د سياليو تازه معلومات به معرفي کړي او د چين او نورو هېوادونو خبري رسنيو پوښتنو ته به ځوابونه ووايي.

د بيجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د کميټې ځانګړې رئيس او سرمنشي هان ځه ژونګ وويل، چې په څه باندې شلو کلونو کې له جدي تياريانو وروسته د دغولوبو کارونه چمتو شوي دي. اوس عمده مطبوعاتي مرکز په کار پيل کړی او د دغو لوبو د انتظامي کميټې مطبوعاتي وياندويانو په رسمي توګه اعلان کړی، چې دغې کميټې د ټولې نړۍ خبري رسنيو ته د خدمت تياريانې نيولې دي.