د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۴مه نېټه په وار سره د چټکې سکي وهلو ملي سټوډيوم، د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو مطبوعاتي مرکز، د اولمپيک او پارالمپيک د لوبغاړو کلي، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د ادارې او لارښوونې مرکز او په ار چي فابريکې کې د يخ او واورو لوبو روزنيز مرکز ته ولاړ او هلته يې د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک او پارالمبيک ژمنيو لوبود مقدماتي چارو په اړه معلومات تر لاسه کړل.
نوموړي له لوبغاړو، روزونکو، کارکوونکو، خدمتګارو، څېړوونکو، خبريالانو او داوطلبانو سره وکتل او ټولو ته يې د نوي کال مبارکي وويله.