ليتوانيا ولسمشر: په دغه هېواد کې د تايوان په نامه د نماينده ګۍ جوړول سم کار نه دی
CMG2022/01/05 17:12:23
شريکول:

د ليتوانيا د ملي راډيو او ټلويزيون د خبر له مخې، د دغه هېواد ولسمشر ګيتاناس ناوسيډا د جنورۍ په ۴مه نېټه ويلي، چې په دغه هېواد کې د تايوان په نامه د نماينده ګۍ جوړولو ته اجازه ورکولو پريکړه ناسمه چارې ده.

د چين د بهرنيو چارو و زارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د ليتوانيا د خپلې تيروتنې د منلو په هکله د خبريال پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د تيروتنې پيژندل سم دي، خو ليتوانيا بايد دغه وينا په عمل کې ثابته کړي. هغه وويل، چې ليتوانيا بايد د يو چين پېژندنې اصل نه درناوی او د تايوان په نوم د نماينده ګۍ د جوړولو تېروتنه اصلاح کړي او د يو چين پر اصولو ټينګار وکړي. وانګ ون بين زياته کړه، چې موږ د تايوان ادارې ته خبرداری ورکوو، چې د تايوان د خپلواکۍ کړنې به يې خامخا ناکاميږي.