البانيا، برازيل، ګابن، ګانا، عربي متحده امارات د جنورۍ په څلورمه نېټه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غير دايمي غړيو هېوادونو په توګه خپل ماموريت پيل کړ.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا اوس پنځلس غړي لري، چې پکې چين، فرانسه، روسيه، بريتانيا او امريکا دايي غړي هېوادونه او نور ۱۰ غړي يې غيردایمي غړي هېوادونه دي.
د غير دايمي غړيو هېوادونو د ماموريت موده دوه کلنه ده.