اولمپيک نړيواله کميټه: د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ټول ګډونوال بايد د وبا د وقايې مقررات مراعات کړي
CMG2022/01/06 11:15:37
شريکول:

اولمپيک نړيوالې کميټې د جنورۍ په ۵مه نېټه د بېلابېلو هېوادونو او سيمو د لوبغاړو له استازو، د اولمپيک کميټو او د اولمپيک ژمنيو لوبو نړيوال فيدراسيون سره يو لړ غونډې تر سره کړې او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د کارونو د پرمختګ په اړه يې خبرې کړې دي.  

د اولمپيک نړيوالې کميټې ريئس توماس باخ ويلي،‌ چې ((د بېجينګ وخت)) اوس پیل شوی،‌ موږ بايد د اولمپيک په اړه د لوبغاړو د ارمانونو د پوره کولو لپاره هڅې وکړو او د کرونا وبا د مخنيوي او وقايې کړنې مراعات کړو.