د هاسپانيا خبري رسنيو مقاله: لويديځ هېوادونه تل د چين سپکاوی کوي
CMG2022/01/06 16:47:46
شريکول:

د هاسپانيا ريبيليون ويبسايټ د جنورۍ په لومړۍ نيټه تر دې سرليک لاندې يوه مقاله خپره کړې، چې لويديځ هېوادونه ولې د سوپر هېواد په توګه د چين مقام نه مني؟

د اورفاليا په نامه د نړيوالو مسئلو د څيړنې مرکز کارپوه رامچ باروډ پر دې نظر دی، چې چين د اوسنۍ نړۍ په سياسي چارو کې تر ټولو مهم ګډون کوونکی دی، او د لويديځو هېوادونو دا کړنه سمه نه ده، چې تل د چين تحقير کوي.

په دغه مقاله کې ليکل شوي، چې چين نه غواړي پر نورو هېوادونو د تيري کولو له لارې سياسي مقام تر لاسه کړي. بلکې چين يوازې خپلې ارې پرمخت وړي او د اقتصاد پياوړتيا لپاره اغېزمنې لارې لټوي. ټول بايد له دغه فکر څخه لاس واخلي، چې ګواکې چين يوازې له تجارت او سوداګرۍ سره علاقه لري، او له نورو چارو سره ليوالتيا نه لري. د چين تحقيرول او د امريکا ستايل نه يوازې د نژاد پرستۍ غوښتنه ده، بلکې بيخي ناسم عمل دی.