د پنځو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو له ګډې اعلاميې څخه څرګندېږي، چې سوله او پرمختګ د اوسنۍ نړۍ لپاره نه بدلېدونکی مطلب دی
CMG2022/01/06 15:54:19
شريکول:

  

ليکواله: د چين ميډيا ګروپ خبرياله غوټۍ

د پنځو اټومي وسلو لرونکو هيوادونو (چين، روسيې، امريکا، بريټانيا او فرانسې) مشرانو د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په ۳مه نېټه د ذروي جګړې او تسليحاتي سيالۍ د مخنيوي په پار يوه ګډه اعلاميه خپره کړې ده.

دا لومړی ځل دی، چې د دغو پنځو هېوادونو مشرانو د ذروي وسلو په اړه ګډه اعلاميه خپره کړې او له دې وړاندې د يادو پنځو هېوادونو مشرانو په ۲۰۰۰م کال کې په نيويارک ښار کې تر کتنې وروسته د نړيوالو مسئلو په باب يوه بله مهمه اعلاميه هم خپره کړې وه.

د يادو پنځو هيوادونو مشرانو په دغې ګډې اعلاميې کې ويلي، چې د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ د ذروي جګړو او د ستراتيژيکو خطرونو مخه نيول د دوی تر ټولو لومړۍ دنده ده.

د ذروي وسلو کارول به دايمي او ژورې منفي اغيزې ولري، نو دغو هېوادونو اعلان کړی، چې ذوري وسلې بايد د هېواد د دفاع، د تيري کوونکو عملونو او جګړو د مخنيوي په موخه وکارول شي.  دوی ويلي، چې د ذروي وسلو د مخنيوي او د ذروي وسلو د نه خپرېدو د تړون د پلي کولو لپاره به کلک او جدي کوښښونه وکړي، څو په پای کې د مختلفو هېوادونو د امنيت ساتلو لپاره له اټومي وسلو پاکه نړۍ ولرو.

دغې اعلاميې د ټولې نړۍ پاملرنه راجلب کړې ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت د تسليحاتي کنټرول ادارې مشر فو څونګ د جنورۍ په ۴مه نېټه په يوې خبري ناستې کې د دغې اعلاميې عمده او د پاملرنې وړ ټکي معرفي کړل.

 لومړی، په دغې اعلاميې کې ټينګار شوی، چې هيڅوک په ذروي جګړه کې برياليتوب نشي تر لاسه کولی او ذوري وسله بايد د هېواد د دفاع او د تيري کوونکو عملونو او جګړو د مخنيوي په موخه وکارول شي.

دوهم، دغو پنځو هېوادونو بيا تائيد کړې، چې يو د بل او نورو هېوادونو په مقابل کې به ذروي وسلې نه کاروي.

 درېيم، په دغې اعلاميې کې د تسليحاتي کنترول په اړه د دوه اړخيزو او څواړخيزو تړونونو او ژمنو د تطبیق او درناوي اهميت ته اشاره شوې ده.

څلورم، يادو پنځو هېوادونو پر دې ټينګار کړی، چې د پوځي مقابلې او تسليحاتي سيالۍ مخه بايد ونيول شي.

نوموړي زياته کړه، چې چين د يو مسؤلانه لوی هېواد په توګه د دغې اعلاميې د خپرېدو لپاره زيات خدمتونه کړي او د دغې اعلاميې په سلا مشورو کې يې پر دې ټينګار کړی، چې هيڅوک په ذروي جګړو کې نه شي بریالی کېدای او اړوند هېوادونه بايد يو د بل او نورو هېوادونو په مقابل کې ذروي وسلې ونه کاروي.

 چين د دغې اعلاميې خدمت کوونکی او عملي کوونکی دی.

دا لومړی ځل دی، چې د دغو پنځو هېوادونو مشرانو د ذروي وسلو په اړه ګډه اعلاميه خپره کړې او په دې سره یې د سولې د ساتلو په برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو اميدونه غوړولي دي. نړۍ يوازې په سوله ييز چاپيريال کې ښه پرمختګ موندلی شي، نو سوله او پرمختګ لاهم د اوسنۍ نړۍ نه بدلېدونکی مطلب دی.