که امريکا په افغانستان کې د جنګ پړه پر غاړه وانه خلي، نو د افغانانو زخمونه به جوړ نه شي
CMG2022/01/06 13:13:13
شريکول:

له شلو کلونو راهيسې، په افغانستان کې څه باندې ډېرش زره افغان ملکيان د امريکايي ځواکونو له خوا وژل شوي او څه باندې شپېته زره نور افغانان ټپیان شوي دي، خو له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد تر اوسه پورې په سمه توګه خپلو کړنو ته نه دي کتلي او له افغانانو څخه يې بخښنه نه ده غوښتې او جنګي پړه يې هم پر غاړه نه ده اخيستې، چې له دې امله  د افغانانو زخمونه لا اوس هم نه دي جوړ شوي.

۷۳ کلن سپين ږيری محمد، چې د کندهار ولایت د پنجوايي سيمې په لاکاني کلي کې اوسيږي وویل، لس کاله دمخه امريکايي جنګي الوتکو پر دې کلي بمبارۍ  وکړې او له امله يې ۶۳ کليوال ووژل  شول، چې په دې جمله کې ۱۲ لويان او   ۵تنه ماشومان شامل وو. هغه زیاته کړه، چې هغه شپه غمجنه وه او زما د کورنۍ ۱۷ غړي ووژل شول او د کور له هرې خوا د ټپيانو ژړا  راتله، خو امريکايي پوځیانو د ځان د دفاع په خاطر ویلي، چې د طالبانو د لوړې کچې قوماندان په دې کلي کې پټ و، نو د دوی له خوا وژل شوي کسان ټول وسله وال طالبان وو. د امريکايي پوځ د ځاني دفاع پر وړاندې دغه سپين ږيري څو څو ځلې له هغوی څخه پوښتنه هم کړې، چې د دوی خبرې بيخې دروغ دي. ماشومان څنګه وسله وال کېدای شي چې له امريکا سره  یې جګړه وکړه؟

د دې ترڅنګ امريکايي ځواکونو په افغانستان کې بې پيلوټه الوتکې ډېرې استعمال کړي او ويلي يې وو، چې د دغو بې پيلوټه الوتکو د کارولو موخه د افغان ملکيانو د مرګ ژوبلې کمښت دی، خو رښتيا خبره دا ده، چې امريکايي پوځ د بې پيلوټه الوتکو په وسيله ډېر افغانان وژلي وو. د یوه خبر له مخې امريکايي ځواکونو په ۲۰۱۹ م کال کې په هلمند ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې په وسيله درې ملکيان ووژل، چې پکې يو ماشوم شامل و، خو د امريکا د دفاع وزارت راپور داسي ښيي، چې په دې بريد کې يوازې يو تن  وژل شوی دی.

د امریکايي پوځ د بې پيلوټه الوتکو کنټرولوونکی براډن براين خبري رسنيو ته ويلي، چې يو وار يې په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکې په وسيله د بريد دندې د تر سره کولو پر مهال د څار ماشين په پرده کې يو ماشوم وکوت او سمدلاسه يې پوځي افسر ته  راپور ورکړ، خو د ده ځواب دا و چې هغه يوازې يو سپی دی او ورته د پام وړ نه دی. د امریکا د خبري رسنيو د خبر له مخې د دې هېواد حکومت له اوږدې مودې راهيسې په قصدي توګه د افغانانو د تلفاتو په باب رښتيني معلومات پټ کړل او د افغانانو ژوند یې له پامه وغورځاوه.

۳۲ کلن محمد بشر عابد د ننګرهار ولايت په يو کوچني کلي کې ژوند کوي. د ۲۰۱۷ م کال د جنورۍ د ديارلسمې نېټې په شپه د ده په کور کې لوی غم پېښ شو. هغه ويلي، چې امريکايي سرتېرو په بمونو سره دروازه ورخلاصه کړه او کوټې ته يې تر ننوتلو وروسته شپږ تنه ووژل او درې تنه نور يې ټپيان  کړل. تر اوسه پورې  د ده  د کورنیو د نورو غړو ذهني زخمونه نه دي جوړ شوي کله، چې ماشومان د ډزو او چاودنو غږونه اوري، لاهم ډارېږي او ژاړي.

د ده کورنۍ اوس له افغان حکومت څخه ځينې مرستې تر لاسه کړي، خو تر اوسه يې له امريکا څخه بخښنه نه ده تر لاسه کړې. امريکا په افغانستان کې د خپلو جنګي جنايتونو له امله له افغانانو څخه بخښنه نه ده غوښتې او د هغوی تاوان یې نه دی ورکړی او مجرمينو ته يې سزاوې هم نه دي ورکړي.