د چين دولتي رسنۍ سي اېم جي د بېجینګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره په ځانګړي اورګاډي کې د 5G سټوډيو جوړه کړې او د جنورۍ په شپږمه نېټه ګډې اخيستنې ته وسپارل شوه.
یاد اورګاډی د بېجينګ او جانګ جيا کو دوو ښارونو ترمنځ تګ راتګ کوي او په ساعت کې يې سرعت ۳۵۰ کيلومترو ته رسیږي.
سي اېم جي په دغه اورګاډي کې د يادو لوبو د ژوندۍ خپرونو لپاره د 5 G داسې سټوډيو جوړه کړې، چې تراوسه يې په نړۍ کې ساری نه لیدل کیږي.