چین د اټومي وسلو مخنيوي ته ژمن دی
CMG2022/01/06 15:43:29
شريکول:

   د چین، روسيې، امريکې، بریتانيې او فرانسې مشرانو څو ورځې مخکې د ذروي جګړې او د وسله والۍ سيالۍ د مخنیوي په پار ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

په دغه اعلامیه کې پر دې ټينګار شوی، چې د ذروي جنګړو مخه بايد ونيول شي، ځکه دغسې جګړه ګټونکی نه لري او زيان يې ملکي وګړو ته رسيږي.

د یادو پنځو هېوادونو مشرانو په دغې اعلاميې کې بيا ډاډ ورکړی، چې ذروي وسلې به یو د بل پر ضد يا د نورو هيوادونو په موخه ونه کاروي.

  دا لومړی ځل دی، چې د اټومي وسلو لرونکي لوی هېوادونه د ذروي وسلو د نه کارولو ژمنه کړې او په تړاو يې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې ده.

د دغو پنځو لويو هيوادونو مشرانو له ذروي وسلو د پاکې نړۍ هيله څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې دوی به د ذروي جګړې د مخنيوي او د ګردې نړۍ د ستراتيژيک ثبات لپاره هڅې وکړي.

 د يادو هيوادونو دغې ګډې اعلامیې د ګردې نړۍ د خوښۍ هيلې راټوکولې دي.

د لویو هېوادونو ترمنځ اوسمهال باور او اعتماد ډېر کم دی او د ډېرو هيوادونو ترمنځ سیالۍ او نښتې هم رامنځته کیږي او ورسره اوسمهال د ګردې نړۍ د ستراتيژيک امنیت پر وړاندې ډېرې ننګونې موجودې دي.

 نړیواله ټولنه اندېښنه لري، که اټومي هېوادونه یو له بل سره جګړې وکړي، نو ډېره خرابه نتیجه به ولري، خو د یادو ۵ هېوادونو د مشرانو دغه ګډه اعلامیه يې د خپلمنځي ستراتيژيک باور د پياوړتیا لپاره ګټوره بللې او د نړيوالې ټولنې اندېښنه يې کمه کړې ده.

چین تل د ذروي وسلو د نه خپرېدو او نه کارولو ژمنې پوره کړې دي.

کله چې چین ذروي وسله جوړه کړې، همغه مهال يې نړۍ ته وړاندیز وکړ، چې ټول هيوادونه دې اټومي وسلې ویجاړې او له منځه يوسي.

چین ژمنه کړې، چې هیڅ وخت به لومړی ذروي وسلې ونه کاروي او د ذروي وسلې نه لرونکو هېوادونو او سيمو پر وړاندې به هيڅ اټومي وسله استعمال نه کړي او حتی ګواښ به هم ورته نه کړي.

 چين له يادو ۵ هېوادونو څخه یوازینی هېواد دی، چې ډېر مخکې يې یادې ژمنې کړي او په عمل کې يې ثابتې کړې دي.