د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير او د اټومي مذاکراتو لومړي استازي محمد باقري د جنورۍ په ۵مه نېټه وويل، چې ايران له اړوندو خواوو سره د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د بيا تطبيق په روانو خبرو اترو کې د فعال پرمختګ هڅه کوي.
ايراني رسنيو خبر ورکړ، چې باقري په همدې ورځ د اطريش په ويانا کې خبريالانو ته ويلي، چې بېلابېلو خواوو د ايران د اټومي تړون د اتم پړاو خبرو له پيل راهيسې، دغه تړون د پلي کېدو په پار ډېرې هڅې کړې دي. نوموړي ويلي، چې د مذاکراتو د برياليتوب لپاره تر ټولو مهم کار دا دی، چې اړوندې خواوې پر ايران د بنديزونو د لېري کولو په اړه موافقې ته ورسېږي. که امريکا پر ايران د بنديزونو د لېري کولو په برخه کې خپل صداقت وښيي او ژمنه وکړي، چې له تړون څخه به بيا نه وځي، نو ښايي په لنډ وخت کې اټومي تړون لاسليک کړي.