د سينهوا اژانس د خبر له مخې،
روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۵مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره ويلي، چې د
منځنۍ اروپا پر وخت د همدې ورځې د ماسپيښين تر ۴ بجو او ۵۳ دقيقو پورې، په ګرده نړۍ
کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۲ ميليونه ۲۹۴ زره او ۳۹
زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۲۹۳ ميليونه ۷۵۰ زره او ۶۹۲ ته رسېدلی دی. په همدې مودې
کې د دې وبا له امله د مړينې شمېر د تېرې ورځې په مقايسه ۷ زره او ۱۱ زيات و او
عمومي شمېر يې ۵ ميليونه ۴۵۴ زره او ۱۳۱ ته رسېدلی دی. (شکريه)