د روسيې د رسنيو د خبر له مخې، د دغه هېواد د دوما د خپلواکو هېوادونو اتحاديې د چارو کميټې ريئس کلاشنيکوف ويلي، چې قزاقستان ته د ډله ييز امنيت تړون سازمان لېږل شوي سوله ساتونکي ځواکونه به په دغه هېواد کې پوځي تجيهزات او اساسي تجهيزات خوندي کړي او ورته د اغتشاش کوونکو د لاسرسي مخه به ونيسي.
د قزاقستان ولسمشر جومارت توکايف په ځايي وخت د جنورۍ په ۶مه نېټه د ډله ييز امنيت تړون سازمان له غړيو هېوادونو څخه وغوښتل، چې له دغه هېواد سره د ترهګرۍ ضد مرسته وکړي.
توکايف وويل، چې د الماتا هوايي ډګر او د بهرنيو الوتکو په شمول پنځه الوتکې د ترهګرو لخوا توقف شوي دي او قزاقستان اوس له بهرني تېري سره مخ دی.