د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ
اويغور کورواکې سيمې د جنورۍ په ۵مه نېټه د کارونو له لارې د نيکمرغه ژوند د تر
لاسه کولو په اړه مسلسل سيمينارونه تر سره کړي دي، ځينو شينجيانګي خبريالانو په دغو
سيمينارونو کې د خپلو تجربو په شريکولو سره د ځايي خلکو ښه ژوند بيان کړی او د جبري
کارونو په اړه د لوېديځو هېوادونو دروغ يې رد کړي دي.
د شينجيانګ ټليويزيون وياند مونيژ انسلدين د شايار ولسوالۍ د قزيلبايراق علاقه دارۍ په دولقون کلي کې د پنبې له بزګر ايمير ايميتي سره مرکه کړې ده او دغه بزګر ورته ويلي، چې هغه د پنبې راټولولو ماشين چلولی شي او د پنبې د تر لاسه کولو دوه مياشتنۍ موده کې يې عايدات کابو ۵۰ زرو يوانو ته رسېږي. (شکريه)