شي جين پينګ او قربان قلي بردي همدوف يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل
CMG2022/01/06 11:19:54
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي همدوف د جنورۍ په شپږمه نېټه د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې د يادونې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې هغه د چين او ترکمنستان تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، د ترکمنستان ملاتړ کوي، چې له خپلو واقعي حالاتو سره سم د پرمختګ لاره انتخاب کړي او ملي حاکميت، يووالی او بې طرفي وساتي.

بردي همدوف په خپل پيغام کې ويلي، چې ترکمنستان له چين سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او د برابرۍ، متقابل اعتماد او ګډو ګټو پر بنسټ له چين سره نژدې همکارۍ غواړي، څو د دواړو خواوو تر منځ اړيکې لا لوړ معيار ته پورته شي. (شکريه)