د پاکستان د مشرانو جرګې رئيس : د صنعتي کېدو په جريان کې د چين تجربې د زده کړې وړ دي
CMG2022/01/06 11:28:46
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د مشرانو جرګې رئيس همد صديق سنجراني د جنورۍ په ۵مه نېټه ويلي، چې د صنعتي کېدو په جريان کې د چين تجربې ډېرې د پام وړ او د زده کړې وړ دي.

نوموړي په همدې ورځ د چين په لوی سفارت کې ((په پاکستان کې د چيني شرکتونو د ۲۰۲۱ کال د دوامدار پرمختګ راپور)) د خپرولو په مراسمو کې ويلي، چې چين نه يوازې په چټک او ګړندي ډول وده او پرمختګ کړی، بلکې د اسيا، افريقا او لاټيني امريکا د پرمختګ په هڅولو کې يې هم رول لوبولی دی. پاکستان بايد د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې د صنعتې کېدو په مټ خپل اقتصاد بيا سمسور کړي، لا زيات کاري فرصتونه پيدا او دايمي پرمختګ ته لاره هواره کړي. (شکريه)