چين د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې زياته انرژي کاروي
CMG2022/01/06 11:38:37
شريکول:

شمېرې ښيي،‌چې په ۲۰۲۱م کال کې د ساينس او تېکنالوژۍ په برخه کې د چين د عادي بوديجې لګښت ۹۳۲ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه يوانه و.

د چين حکومت په پام کې لري، چې په ۲۰۲۲م کال کې به د ساينس او تېکنالوژۍ په برخه کې زیاته انرژي په کار واچوي، د استعداد لرونکو کسانو،‌ پانګو او لويو څېړنيزو تجهيزاتو او سامانونو په برخو کې به ملاتړ برابر کړي، په بېلابېلو لورو او برخو کې به د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت او همکارۍ توان لوړ او د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت او خپلواکۍ لپاره به ټينګ بنسټ او ملاتړ برابر کړي.