د جاپان يونيکلو برانډ: د چين او امریکا ترمنځ په جنجالونو کې بېطرفه یو
CMG2022/01/06 17:24:07
شريکول:

د جاپان د جامو جوړولو تصدۍ فاسټ ريټېلينګ(Fast Retailing)اجرائيه رئيس تاداشي يونای ويلي، چې د دغې تصدۍ يونيکلو (UNIQLO)برانډ به د چين او امریکا ترمنځ په جنجلونو کې بېطرفه پاتې شي.

د جاپان نيکي اشيان ريويو (Nikkei Asian Review)ورځپاڼې خبريال له تاداشي يونای پوښتنه کړې، چې تاسو د شينجیانګ د پمبۍ د استفادې په اړه يوې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، ايا تاسو اندېښمن يئ، چې د چين له بنديزونو سره به مخ شئ؟

تاداشي يونای د نه ځواب ورکړی او ویلي يې دي، چې غواړم د چين او امریکا ترمنځ په جنجالونو کې بېطرفه پاتې شم.

هغه ويلي، چې امریکا ځينې تصدۍ اړ کړي، چې دوی ته وفادارې پاتې شي،  خو هغه به په دغې لوبو کې ګډون ونه کړي. نوموړي دلیل راوړی او ويلي يې دي، چې امريکا پخوا هم له جاپان سره همداسې چلند کړی و.

نوموړي زياته کړې، چې په حقيقت کې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي اړيکې ښې روانې دي، امريکايي تصديو هم په چین کې زياتې پانګونې کړې دي.