لي که چيانګ د مالياتو او لګښت د کموالي سيمينار مشري وکړه
CMG2022/01/06 11:13:37
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او صدراعظم لي که چيانګ د جنورۍ په ۵مه نېټه د مالياتو او لګښت د کموالي سيمينار مشري وکړه او د ګډونوالو اړوند وړانديزونه يې واورېدل.

د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د صدراعظم مرستيال هان جنګ هم په دې سيمينار کې ګډون کړی و. (شکريه)