د عراق صدراعظم : د نړيوالو ځواکونو جنګي دنده پای ته رسېدلې ده
CMG2022/01/06 11:26:08
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق صدراعظم مصطفی کاظمي د جنورۍ په ۵مه نېټه يو ځل بيا پر دې ټينګار کړی، چې په دغه هېواد کې د نړيوالو ځواکونو جنګي دنده پای ته رسېدلې او د هېواد ټول پوځي اډې د عراقي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

د عراق د صدراعظم مطبوعاتي دفتر په همدې ورځ د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې کاظمي په همدې ورځ د کابينې په يوه غونډه کې يو ځل بيا پر يادو خبرو ټینګار کړی او ويلي يې دي، چې يو شمېر بهرني سرتيري چې د پوځي سلاکارۍ دنده پر غاړه لري، په عراق کې پاتې دي او دوی به د عراق له امنيتي ځواکونو سره مرستې وکړي. (شکريه)