په شینجیانګ کې د ټیسلا موټرو پلورنځي پرانېستل د امریکایي سیاستوالو د ویرې سبب شوي
CMG2022/01/07 14:40:08
شريکول:

د امريکا ټیسلا شرکت په دې وروستيو کې په شینجیانګ کې د خپلو برېښنايي موټرو يو نوی پلورنځی پرانستلی دی. نو ځکه دغه شرکت د امريکايي سياستوالو تر بريد لاندې راغلی دی.

د چین ضد امريکايي سیاستوال مارکو انټونيو روبيو د اويغوريانو د جبري کارونو د مخنيوي تش په نوم قانوني مسودې اصلي جوړونکی او هڅوونکی دی . هغه د ټیسلا شرکت د ياد پلورنځي د پرانېستلو په لومړي وخت پر ټولنیزو رسنیو خپله " غوسه" څرګنده کړه. د سپینې ماڼۍ ویاندې جن پساکي ټیسلا ته ګواښ کړی او ويلي يې دي، چې دغه شرکت به له سختو قانوني خطرونو او بدنامۍ  سره مخ شي او ډېر پیرودونکي به له لاسه ورکړي.

 ټيسلا شرکت د نړۍ د برقي موټرو د مشهور برانډ په توګه په چین کې له ۲۰۰ څخه ډېر پلورنځي او خدمتي مرکزونه لري، خو پوښتنه دا ده، چې دغه شرکت اوس ولې د امریکایي سیاستوالو له دومره لوی غبرګون سره مخ شوی دی؟

ځواب يې اسانه دی، ځکه ټیسلا په شينجيانګ کې خپل پلورنځی پرانیستلی او په دغه اقدام يې په شينجيانګ کې لوی دروغ رسوا کړي او نړۍ ته يې یوه کړکۍ پرانیستلې، چې د شينجيانګ مسئلې ته د حقیقت په سترګه وګوري.

د امريکايي سياستوالو غوسه او ډار دا په ګوته کوي، چې دوی له سیاسي ناکامۍ وروسته سخته خپه او په ژور خپګان اخته دي، خو په حقيقت کې دوی مجرمين او سخت ډارن دي.

په شينجيانګ کې د ټیسلا پلورنځي پرانېستل یو ځل بیا دا ثابتوي، چې د اويغوريانو د جبري کارونو د مخنيوي تش په نوم قانوني مسوده  بې بنسټه ده او موخه يې د شينجيانګ د تصديو مخنيول او د چین د کنټرول او مخنيوي لپاره شینجیانګ کارول دي.

کله چې د امريکا ولسمشر جوبایډن ياده مسوده د  قانون په توګه لاسلیک کړه، ټیسلا شرکت د بازاري قواعدو پر اساس په شينجيانګ کې یو پلورنځی پرانېست او دا کړنه یې د امريکا د سیاستوالو د سیاسي لاسوهنې او اقتصادي ځورونې پر وړاندې ښه مبارزه ده او دا هم په ډاګه کوي، چې د شينجيانګ په اړه د امريکا قانون حقيقت نه لري او نه هم د تطبيق وړ دی.

د جاپان د فاسټ رېتېلينګ شرکت اجرائیوي مشر یاداشي يانای څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې وويل، چې د جاپان پر وړاندې د امريکا پخوانی چلند هم همدغسې و، لکه اوس چې چين ورسره مخ شوی دی. یاداشي یانای وايي، امريکا غواړي، چې د دوی شرکت ورته وفادار پاتې شي، خو د نوموړي په وينا هغه به په دغې لوبې کې ګډون ونه کړي.

 ټیسلا په شینجیانګ کې پلورنځی پرانېست او نړۍ ته يې د شينجيانګ د ورخلاصون، سمسورتيا او پرمختګ حقیقت روښانه کړ.

د ۲۰۲۱م کال په لومړيو دريو ربعو کې د شينجيانګ د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د ۲۰۲۰م کال د همدې مودې په پرتله ۸.۸ سلنه زياتوالی ښيي. په شينجيانګ کې له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې پر دندو د ګمارل شويو کارکوونکو شمېر له ۱۱ ميليونو ۳۵۲ زرو او ۴۰۰ تنو څخه ۱۳ ميليونو ۵۶۰ زرو تنو ته لوړ شوی، چې ۱۹.۴ سلنه زياتوالی ښيي.

 شینجیانګ په چین کې د انرژۍ له ډېرو بډایه سیمو څخه دی او د ټیسلا شرکت هم له همدې امله په يادې سيمې کې خپل پلورنځی پرانېستلی دی.

په شينجيانګ کې د ټیسلا پلورنځي پرانيستل نه یوازې د دې سيمې قوي پرمختګ منعکسوي، بلکې د بشري حقونو او اقتصاد په سیاسي کولو کې د امريکايي سياستوالو ناوړه موخه او همدارنګه د دوی ناوړه عملونه يې هم رسوا کړي دي او د ياد شرکت دغې کړنې امريکايي سیاستوال په ژور خپګان اخته کړي دي.