امريکا جاپاني شرکتونه مجبوروي، چې د شينجيانګ مسئلې کې ښکېل شي
CMG2022/01/07 11:12:32
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۶مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا په تيرې يوې مودې کې څو څو ځله پر شينجيانګ بې اساسه تورونه لګولي او اوس جاپاني شرکتونه مجبوروي، چې په دې ناوړې کړنې کې ور سره ګډون وکړي. نوموړي وويل، چې دا د امريکا څرګند سياسي لمسون دی.

د جاپان ((يونيکلو)) شرکت خاوند په دې وروستيو کې په يوه مرکه کې ويلي، چې دغه شرکت مخکې هم دغه څرګندونه رد کړې، چې ايا دوی به د شينجيانګ پنبې استعمال کړي ؟ موږ غواړو د چين او امريکا تر منځ بې طرفه پاتې شو. امريکا يونيکلو شرکت مجبوروي، چې د امريکا له دغې کړنې ملاتړ وکړي، هغه وويل، چې موږ په دې ((سياسي لوبو)) کې د ګډون نيت نه لرو. وانګ ون بين د نوموړي د يادو خبرو په اړه ويلي، چې امريکا په تېرې يوې مودې کې څو څو ځله پر شينجيانګ بې اساسه تورونه لګولي او موخه يې د چين د پرمختګ مخنيوی او د شينجيانګ سمسورتيا او ثبات ويجاړول دي. امريکا اوس بهرني شرکتونه مجبوروي، چې د دغه هېواد له سياسي دسيسې ملاتړ وکړي، دا له بازاري مقرراتو او تجارتي اخلاق څخه سرغړونه ده. امريکا نه يوازې خپلې ګټې او ملي اعتماد زيانمنوي، بلکې نړيوال ځنځير او نړيوال تجارتي نظام هم ويجاړوي. د چين د شينجيانګ پنبې سپين او ښه کيفيت لري، شينجيانګيان زحمتکښ خلک دي، موږ پر دې باور لرو، چې لا زيات شرکتونه به سياسي فشارونو ته غاړه کېږدي او پخپله ځان ته لارې غوره کړي. (شکريه)