روغتيا نړيوال سازمان : د COVAX پلان کې څه باندې ۱۸۰ ميليونه د چين جوړ واکسينونه ويشل شوي
CMG2022/01/07 11:01:11
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مدير لوړپوړي سلاکار بروس ايلوارډ د جنورۍ په ۶مه نېټه په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د کرونا وبا ضد واکسين د تطبيق پلان يعنې COVAX کې ۴۹ هېوادونو او سيمو ته څه باندې ۱۸۰ ميليونه چيني واکسينونه ورکړل شوي دي او دغه رقم د ټولو ويش شويو واکسينونو ۲۰ سلنه جوړوي. د چين واکسين د انساني مصونيت د لوړتيا او د ژوند د ژغورنې لپاره مهم رول لوبوي. (شکريه)