چين : د شينجيانګ په اړه د امريکا دروغ هيڅ ګټه نه لري
CMG2022/01/07 10:57:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۶مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د شينجيانګ په اړه د امريکا له درواغجن بهير څخه د دغه هېواد رياکارانه بڼه څرګندېږي او د دغه هېواد پر سر د بشري حقوقو ساتونکی لقب د اعتماد وړ نه دی.

نوموړي وويل، د ۲۰۱۸م کال له ډسمبر راهيسې، د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او سيمو لږ تر لږه ۲۰۰۰ کارپوهانو، خبريالانو او ډيپلوماتانو له شينجيانګ څخه ليدنې کړي او د شينجيانګ ثابته ټولنه، سمسور اقتصاد او هماهنګې قومي اړيکې يې کتلي دي. ولې امريکا د دوی نظر او تجربو ته پام نه کوي ؟

هغه زياته کړه، چې په تيرې يوې مودې کې، د فرانسې، روسيې، سويډن، ډنمارک، جاپان، سينګاپور، استراليا، برازيل او جنوبي افريقا په ګډون د ځينو هېوادونو خبري رسنيو کارکوونکو او کارپوهانو د يو لړ مقالو په خپرولو سره ويلي، چې په شينجيانګ کې جبري کارونه او نسل وژنه حقيقت نه لري او هدف يې د بشري حقونو د ساتنې په پلمه د چين د پرمختګ مخنيوی او د شينجيانګ د ملي يووالي او ثبات ويجاړول دي. (شکريه)