روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۶مه نېټه يو نوی راپور خپور کړ، چې د منځنۍ اروپا په وخت د روانې مياشتې د ۶مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۱۳ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۲ ميليونه ۶۱۸ زره او ۱۳۰ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۹۶ ميليونو ۴۹۶ زرو او ۸۰۹ ته رسېدلی دی. د دې وبا له امله د مړينې شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۸۱۶۸ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵ ميليونو ۴۶۲ زرو او ۶۳۱ ته رسېدلی دی.