چين: هيله ده امریکا لومړی اټومي‌ وسله ونه کاروي
CMG2022/01/07 10:31:56
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۶مه نېټه هيله وښودله، چې امريکا کورني او بهرني غږونه واوري، په ملي امنيتي تګلاره کې د اټومي‌ وسلو رول کم کړي، د ستراتيژيکو قواوو د وضع په برخه کې صبر او زغم وساتي او هيڅ وخت اټومي‌ وسلې ونه کاروي.

وانګ ون بين وويل، چې په پنځو اټومي‌ وسله لرونکو هېوادونو کې يوازې چين ژمنه کړې، چې لومړی به اټومي‌ وسله ونه کاروي. د چين دغه تګلاره د اټومي‌ خطر د کمښت او د اټومي‌ جنګ د مخنيوي په برخو کې ډېر مهم رول لوبوي او د ګڼ شمېر هغو هېوادونو له لوري يې، چې اټومي‌ وسله نه لري، هرکلی شوی دی. چين هيله لري، چې پنځه اټومي‌ وسله لرونکي لوی هېوادونه د اټومي‌ جنګ د مخینوي د ګډې اعلاميې پر بنسټ، لومړی اټومي‌ وسله ونه کاروي او په دې اړه مذاکراتو کې نړیوال قانوني ليک پلی کړي او چین به د همدې په پار هڅې وکړي.