د چين او مراکش حکومتونو د جنورۍ
په ۵مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ همکاريز تړون لاسليک کړ. د چين د
بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د همدې مياستې په ۶مه نېټه په يوه نوبتي
مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين به د دې تړون د لاسليکولو په فرصت په لوېديځې اسيا
او شمالي افريقا کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ پروژه پرمخ
يوسي.
نوموړي وويل، چې مراکش لومړی شمالي افريقايي هېواد دی، چې له چين سره يې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ تړون لاسليک کړ. (شکريه)