د پاکستان ولسمشر د کرونا ټيسټ مثبت ختلی
CMG2022/01/07 14:56:47
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر عارف عالوي د جنورۍ په ۶مه نېټه پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې  د کرونا ټيسټ مثبت يې ختلی دی. 

نوموړي ويلي، چې هغه له تېرو ۴ او ۵ ورځو راهيسې د ستوني درد درلود او دوه ورځې مخکې يې تبه وه. هغه له خلکو څخه غوښتي چې د کرونا وبا د وقايې کارونه ښه ترسره کړي او د کرونا وبا ضد د مبارزې مقررات ښه تطبیق کړي.

عالوي د تېر کال په مارچ میاشت کې هم پر کرونا وبا اخته شوی و او کابو یوه میاشت يې ورنځاوه. (هيله)